د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۱۰ مې نېټې د ماسپښين تر دريو بجو او ۴۰ دقيقو پورې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې ۳۸۳ زره او ۳۵۹ کسان تازه په کوويد -۱۹ ويروس اخته شوي چې په دې ويروس د اخته شوو کسانو عمومي شمېر ۳۶ ميليونو۷۵۴ زرو او ۳۹۵ تنو ته رسېدلی دی. د مړو شوو کسانو په شمېر کې ۸۵۷۵ زياتوالی راغلی او عمومي شمېر يې ۱۰۶۴۸۳۸ ته لوړ شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |