CRI Online

د قرغېزستان پارلمان تصويب کړه چې صادر جپاروف د صدراعظم په توګه دنده په غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-11 15:15:03

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د قرغېزستان پارلمان د اکتوبر په ۱۰مه نېټه تصويب کړه چې صادر جپاروف د صدراعظم په توګه دنده په غاړه واخلي او د حکومت د جوړښت او د ګومارنې لارښووني سند يې منظور کړ.

د قرغيزستان پارلمان په همدې ورځ ځانګړې غونډه تر سره کړه او نوموړې پريکړې يې وکړه. جپاروف په غونډه کې وويل چې د حکومت جوړښت په لنډ مهالي ډول به په اوسني شکل وي، خو په راتلونکې کې به بدل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای