CRI Online

د امريکا ځانغوښتونکي سياستوال د دغه هېواد خلک تر ټولو تياره ژمي ته وړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-11 16:44:10

د امريکا د ټايمز اوونيزې مجلې نوې ګڼې په پوښتۍ باندې يوه داسې انځور چاپ شوی چې د سپينې ماڼۍ په بام کې له څلورو دودکشونو څخه بې شمېره سور رنګي ويروسونه پورته کېدو په حال کې دي او د دې مجلې پوښتۍ او نوم "TIME"يې نږدې ټول پوښلي دي. د دغه انځور په ليدو سره ويروونکې فضا احساسيږي، دا نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې د سپينې ماڼۍ د ناکامۍ او غفلت له امله په دغه هېواد کې کورونا وبا له کنټرول څخه وتلې او کورونا ويروس د دغه هېواد کوټ کوټ ته رسېدلی او خپور شوی دی.

په تېره اوونۍ کې په امريکا کې هره ورځ په منځنۍ توګه تر ۴۶ زرو ډېر کسان په کوويد-۱۹ ويروس اخته شوي چې دا شمېر د تېرو دوو اوونيو مخکې په پرتله ٪12 زیات دی. په سپينې ماڼۍ او پنتاګون کې هم مثبتې پېښې رامنځته شوې او دا د زياتېدو په حال کې دي، هغه امريکايي سياستوال د دې بد عاقبت مسئول بلل کيږي چې د وبا پر وړاندې روانه مبارزه يې سياسي کړې او خپلې سياسي ګټې يې د خلکو تر ژوند لوړ ګڼلې دي. دا يو ځل بيا ثابته کړې چې د وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوی اقدامات بيخي ناکامه شوي دي.

د نوي انګلنډ ژورنال طبي مجله کې چې په نړۍ کې د طب په ساحه کې له مشهورو مجلو څخه ده، د روانې مياشتې په اتمه نېټه په يوه خپره شوې تبصره کې ليکل شوي، چې کورونا وبا د مشرتابه د وړتيا لپاره يوه ازموينه ده، خو امريکا په دې ازموينه کې مطلق ناکامه شوې ده او سياستوالو دغه روغتيايي بحران پر يوې فاجعې باندې بدل کړی دی. د امريکا د روغتيا څېړنيز مرکز پخواني چارواکي ريک برايټ په همدې ورځ په واشينګټن پوست کې يوه ليکنه خپره کړه او پکې يې د امريکا حکومت غندلی چې کورونا وبا يې سياسي کړې او دغه کړنه په دې هېواد کې د کورونا ګڼ شمېر مثبتو پېښو سبب شوې ده.

که په تېرو څو مياشتو کې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د امريکا اقداماتو ته وګورو، موږ اسانه دا موندلی شو چې سياسي ګټې د امريکايي سياستوالو لپاره تر ټولو مهمې دي او درواغ او جعلي خبرونو د ساينس او حقايقو ځای نيولی او متأسفانه دا ډول پروپاګندونه ډېر خپاره شوي او دا ټول په دې هېواد کې پر کوويد-۱۹ ويروس د تر ۷۶ لکو ډېرو کسانو د اخته کېدو او د څه باندې ۲۱۰ زرو کسانو د مړينې اصلي لاملونه دي.

له بدمرغه د امريکايانو لپاره رښتينې تياره شېبه لا نه ده راغلې. د امريکا طب چارو پوه انټوني فوچي خبرداری ورکړ که د روان کال په مني او ژمي کې د وبا ضد جدي اقدامات غوره او پلې نه شي، نو په دغه هېواد کې ښايي د دې ويروس له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴ لکو ته ورسيږي.

د امريکا د روغتيا څېړنيز مرکز پخواني چارواکي ريک برايټ هم خبرداری ورکړی چې امريکا اوس د ژمي يوه داسې فصل ته د داخلېدو په حال کې ده چې له مډرنۍ زمانې راهيسې تر ټولو تياره دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای