د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۱مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۷ ميليونو، ۱۰۹ زرو او ۸۵۱ تنو ته رسېدلی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېره ښيي، د منځنۍ اروپا د اکتوبر د ۱۱مې نېټې د ماسپښين تر ۲ بجو او ۴۵ دقيقو پورې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۴۷ زره او ۵۲۶ تنه زيات و او عمومي شمېر يې ۳۷ ميليونو، ۱۰۹ زرو او ۸۵۱ ته رسېدلی، په همدې ورځ د ياد ويروس له امله ۵۴۹۷ تنه مړه شوی او عمومي شمېر يې ۱ ميليونو، ۷۰ زرو او ۳۵۵ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |