د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يوه بېړۍ چې پکې ناقانونه کډوال بار وو، د اکتوبر په ۱۱مه نېټه تونيس ته نږدې سمندر کې ډوبه شوه او له امله يې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د تونيس خبري اژانس خبر ورکړ چې يوه بېړۍ چې پکې ۲۵ تنه ناقانونه کډوال بار وو، په همدې ورځ د تونس د سفاکس ښار ته نږدې سمندري سيمه کې ډوبه شوه، ياد کډوال له افريقايي هېواد څخه راغلي. تر اوسه پورې د تونس سمندري پوليسو ۱۱ جسدونه پيدا کړي او ۷ تنه نور يې ژغورلي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |