CRI Online

د چين د ډيجټلي اقتصاد پرمختګ د ايټاليا د ډيجټلي چارو لپاره د زده کړې وړ او ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-12 14:59:12

له تېرو څو کلونو راهيسې د چين ډيجټلي اقتصاد چټک پرمختګ کړی او اړوندې صنعتي چارې يې د ثابتې ودې په حال کې دي. ډيجټلي اقتصاد نه يوازې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړی، بلکې د چين او ايټاليا ترمنځ همکارۍ ته ښه فرصتونه برابروي. په ايټاليا کې زيات کارپوهان او د تصديو خاوندان په دې نظر دي چې د ډيجټلي اقتصاد په برخه کې د چين تجربې د ايټاليا لپاره د زده کړې وړ دي او د چين ډيجټلي چارې به د ايټاليا تصديو ته ښه فرصتونه برابر کړي.

اوسمهال په چين کې ډيجټلي اقتصاد د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ له برخې څخه د اقتصاد او ټولنې له بېلا بېلو برخو سره د پيوستون په لوري د ودې په حال کې دی. د 5G بنسټيزو سټېشنونو د جوړونې، د لويو معلوماتو مرکز، د صنعتي چارو انټرنيټي شبکې او انساني ځيرکتيا په شمول د نويو بنسټيزو تأسيساتو ابادي په چين کې د کوويډ-۱۹ وبا له پای ته رسېدو وروسته د پانګونې د ثبات، د مصرف د تحريک، د کاري دندو د زياتوالي او حتی د دولتي ادارې د عصري کېدو سراتيژيکي پلان ګرځېدلی دی. د ايټاليا د اقتصادي پرمختګ وزارت پخواني مرستيال او د چين د نينګ بو نوټينهام پوهنتون د پولي چارو پروفيسر ميکيلي جيراسي (Michele Geraci) په دې نظر دی چې چين د نويو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې ښه بنسټ لري او د لوی مصرفي باراز له لارې يې د ډيجټلي اقتصاد باکيفيته پرمختګ رامنځته کړی. هغه وويل

(( دا مې ليدلې چې د بنسټيزو تأسيساتو ابادۍ د چين له چټک اقتصادي پرمختګ څخه ملاتړ کړی اونژدې ټولو کسانو ته يې ګټې رسولي دي. له تېرو لسو کلونو راهيسې د انټرنيټي تکنالوژۍ، ځيرک مبايل تلېفون، برېښنايي تاديې، ګړنديو اورګاډيو،د کمپيوټر سختکالي او پوستکالي او د فکري نوښت په ساحو کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي. ځکه په دغه هېواد کې ډېر زيات مشتريان شتون لري، اړوندو صنعتي چارو لومړی د ټيټې سر بيې په وسيله ګټې تر لاسه کړې او بيا يې د ښه کيفيت پرمختګ کړی. ))

ډيجټل ګرين (Digital Green) د انټرنيټي تکنالوژۍ يو ايټاليايي شرکت دی او عمده کار و بار يې د ايټاليا، هسپانيا او يونان د هغو بزګرانو لپاره چې په کوچنۍ پيمانه د مديترانې سمندر ځانګړتيا لرونکې نيالګي او ګلان روزي، د اړوندو سافت ويرونو او د برېښنايي سوداګرۍ خدمتونه برابرول دي. د دې شرکت بنسټګر وينسينزو فراکاسي (Vincenzo Fracassi) له تېرو څو کلونو راهيسې په چين کې د خپل پروګرام د معرفي او د بازارونو او همکارانو د موندلو لپاره څو ځلې دغه هېواد ته سفرونه کړي دي. هغه وويل، چې د بازار د پيمانې او د عرضي ځنځير له لحاظه چين د خپل پروګرام لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.

((د چين بازار مې په نښه کړی چې لومړی لامل يې بازار دی، ځکه د ايټاليا د شمېرنې له مخې د چين له خوا د کرهنيزو توليداتو واردات له تېرو څو کلونو راهيسې په چټکه زيات شوي او د چين حکومت د اړوندو کورنيو او بهرنيو صنايعو د ملاتړ تګلارې خپرې کړې. دوهم لامل يې دا دی چې زموږ سافت ويرونه ځينو سامان الاتو ته اړتيا لري، د دغو سامان الاتو د توليد په برخه کې چيني ملګرو ته اړتيا لرو، ځکه په اروپايي بازارونو کې د لګښت او وړتيا په اړه د حل پلان نه برابريږي. ))

ايټاليا د روان کال په جولای کې (( د احيا لايحه )) خپره کړې چې له مخې يې د عامه ادارې په برخه کې د ډيجټلي چارو د ابادۍ او د ډيجټلي وړتيا د لوړوالي په وسيله د اړوندو چارو د تأسيس او نوښت موخې وړاندې شوې. د ښاغلي ميکيلي جيراسي په اند ايټاليا د چين د ډيجټلي اقتصاد له پرمختګ څخه زده کړې کولی شي.

(( د نويو بنسټيزو تأسيساتو پرمختګ له چين څخه د زده کړې وړ تجربه ده. موږ بايد د ډيجټلي او ترانسپورټي بنسټيزو تأسيساتو ته پرمختګ ورکړو. دا معلومات بايد تر لاسه کړو چې زموږ بندرونه ايا ترانسپورټي تمځايونه ګرځيدلی شي او ايا د روټردام (Rotterdam) او پيرايوس (Piraeus) له بندرونو سره سيالي کولی شي ؟ زما معنا دا ده چې موږ بايد د نويو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ په برخه کې د ايټاليا پټ قوت وګورو، نه دا چې په پوره توګه د چين موډل او چارې کاپي کړو. خو ګړندۍ رېلوې، بندرونه، ډيجټلي بنسټيز تآسيسات او ګرځنده تاديه د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټورې چارې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای