د امريکا د بلومبيرګ خبري اژانس لخوا د ميلياردرانو او مليونرانو شتمنو کسانو د شاخص سره سم د کوويد-۱۹ وبا په دغه هيواد کې د ټولنيزې نابرابرۍ سختوالی سبب شوې ده. په دغه هيواد کې د پنځوسو تر ټولو شتمنو کسانو د ثروت عمومي ارزښت نژدې ۲۰۰۰ ميليارډ ډالرو ته رسيدلی چې د ۲۰۲۰ کال د پيل په پرتله ۳۳۹ ميليارډ ډالره يې شتمنې زياته شوې ده. د دغو پنځوسو کسانو ثروت عمومي ارزښت د دغه هيواد په ټيټه ټولنه کې د پنځوس سلنې امريکايانو د ثروت له مجموعي سره برابر دی. د خبر له مخې، د کوويد-۱۹ وبا وروسته د امريکا ټولنيزه نابرابرۍ لا سخته شوې چې د زيات شمېر ټيټ عايدات لرونکي کارکوونکو د بې کارۍ لامل کرځېدلي او لا زياتې نژادۍ له امله ډير کسان پر دغه ويروس باندې اخته شوي او د مړينې سبب شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |