په م م کې د چين د دايمي استاري مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د م م د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې د بې وسلې کولو او د نړيوال امنيت کميټې په عادي بحث کې د درې اړخيزو خبرو اترو په اړه د امريکا غوښتنه رد کړه.
ګنګ شوانګ په خپله وينا کې وويل چې چين د ځان دفاع پر ذروي ستراتيژۍ ټينګار کوي او خپل اټومي ځواک د ملي امنيت لپاره په ترټولو ټيټه کچه کې ساتي. په تېرو وختونو کې يې هېڅ کوم هېواد سره د اټومي وسلو سيالي نه ده درلودلې. د چين اټومي ځواک د امريکا او روسيې په څير نه دی. دا غير عادلانه ، غير معقوله او نامناسبه ده چې له چين څخه د وسلو کنټرول په درې اړخيزو خبرو اترو کې د ګډون غوښتنه کوي. چين به له دې سره موافقه ونه کړي او هېڅکله به هېڅ ډول زورواکي يا ګواښ ونه مني.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |