CRI Online

د اسرائيلو کابينې له عربي متحده عربي اماراتو سره د دوی د اړيکو د عادي کېدو هوکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 10:50:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د صدراعظم دفتر د اکتوبر په ۱۲مه  نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې  کابينې يې په همدې ورځ د اسرائيلو او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړيکو عادي کولو موافقه ليک تصويب کړ.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د اسرئيلو صدراعظم بنجامين نتانياهو په همدې ورځ د کابينې په غونډه کې وويل چې دا له ۲۵ کلونو راهيسې د اسرئيلو لخوا لاسليک شوی لومړنی سوله ييز موافقه ليک دی چې  اقتصادي برخه يې ډېره مهمه ده. سربېره پردې ، د اسرائيلو او بحرين تر منځ د اړيکو د عادي کېدو تړون هم د بشپړېدو په حال کې دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای