په دې وروستيو کې د چيني مسئلې په اړه د امريکا کارپوه ډاکټر کوهن د چين نړيوال تلويزيون (CGTN ) په يو پروګرام کې د خلکو په مرکزيت د پرمختګ مفهوم او د لوېديځې ډيموکراسۍ ترمنځ توپېر په اړه بحث وکړ.
ډاکټر کوهن وويل چې د چين چارواکي د کمونېست ګوند د پرمختګ مفهوم ته په درنه سترګه ګوري ، ځکه چې د کمونېست ګوند د پرمختګ مفهوم پلي کول د هرچا راتلونکي سره نژدې تړاو لري.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال په مې کې د ۱۳م ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې په ترڅ کې د کورني مغولستان پلاوي د څېړنې په وخت کې ياد مغهوم بيان کړ. لومړی، د کمونېست ګوند اساسي هدف د خلکو په مشرۍ انقلاب ، ابادۍ او اصلاحاتو له لارې د خلکو د ژوندانه سويې لوړول دي. دوهم ، کمونېست ګوند د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. درېيم د کمونېست ګوند چمتو دی چې د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتنې لپاره قيمت ورکړي.څلورم، عام وګړي تل د کمونېست ګوند د اداره کولو لپاره قوي بنسټ دی.
شي جين پينګ پخپله دا مفکوره پلي کړې. تر دې دمه د احصايو له مخې ،رئيس شي له ۵۰ څخه زياتو بېوزلو کليو څخه ليدنه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |