CRI Online

د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت په سلو کې صفر اعشاريه اووه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 17:02:15
 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتي او صادراتي ارزښت د زياتوالي انډول په لومړي ځل په روان کې مثبت شوی. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اکتوبر په ديارلسمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د توکو مالولو سوداګرۍ عمومي صادراتي او وارداتي ارزښت ۲۳۱۲۰ ميليارډه يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه اووه زيات شوی دی. دا د پاملرنې وړ ده چې د روان کال په درېيمه ربعه کې دغه ارزښت ۸۸۸۰ ميليارډه يوانه و چې په دې جمله کې يې صادراتي ارزښت ۵۰۰۰ ميليارډه يوانه و چې شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه دوه زياتوالی موندلی دی.د دې ترڅنګ وارداتي ارزښت يې ۳۸۸۰ مليارډه يوانه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه درې زيات شوی دی.

د يادې ادارې مطبوعاتي وياند لي کوي ون په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه صادراتي او وارداتي ارزښت له اټکل څخه وتلی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای