CRI Online

د امريکا څيړنيز اورګان: په دې هېواد کې د راتلونکي کال په فبروري کې ښايي په کوويد۱۹ د اخته کېدو له امله د مړينې شمېر شاوخوا څلور لکو ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 17:05:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د واشينګټن پوهنتون د روغتيايي شمېرنې د څيړنيز انسټېټيوټ د اټکل له مخې که د کوويد ۱۹ وبا په همدې ډول روانه اوسي،د راتلونکي کال په جنوري کې په دې هېواد کې پر دې ويروس د نوي اخته شويو کسانو ورځنی شمېر ښايي له ۲۲۰۰ څخه زيات شي. د راتلونکي کال د فبروري په لومړۍ نيټه کې به پر دې ويروس د اخته کېدو له امله د مړينې شمېر درې لکه څلور نوي زره شپږ سوه درې نويو ته ورسيږي.که د امريکا حکومت جدي تدبيرونو ته دوام ور نه کړي، دغه شمېر به له پنځه لکو څخه زيات شي.

د امريکا پر ختيځ وخت د اکتوبر ۱۲مې نيټې تر شپې پورې په دې هېواد کې پر دې ويروس د تشخيص شويو ناروغانو شمېر له اوو مليونو او اتو لکو څخه اوښتی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای