CRI Online

په چين کې د وحشي حيواناتو د ساتلو لپاره د قانون تعديل مسوده تر ارزونې لاندې ونيول شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-13 17:11:08

د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د وحشي حيواناتو د ساتلو لپاره د قانون تعديل مسوده تر ارزونې لاندې ونيوله چې لومړۍ مهمه برخه يې د عامې روغتيايي ننګونو مخنيوی دی.

د چين د ملي ولسي کانګرس د چاپيريال او سرچينو د ساتنې د کميټې مسئول ګاو هو چنګ دې ته اشاره وکړه چې په دې مسوده کې د عامې روغتيايي ننګونو د مخنيوي اصول او د وحشي حيواناتو د ساري ناروغيو د سرچينو د څارنې نظام شامل شوی دی. سر بېره پردې په دې مسوده کې نور نوي مقررات هم شامل دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای