CRI Online

شي جين پينګ شان تو ښار ته لاړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 09:21:58

د چين ولسمشر شي جين پينګ د اکتوبر د ۱۳مې نېټې په مازديګر د هېواد د ګوانګ دونګ ولايت د شان تو ښار ته لاړ، هلته يې له ځينو ځايي نندارتونونو څخه ليدنه وکړه، د دغه ښار تاريخ، د ځانګړې اقتصادي سيمې له جوړېدو راهيسې د دغه ښار د پرمختګ او له بهر نه د دغه ښار د بېرته راستانه شويو اوسېدونکو لخوا د خپل ټاټوبي د ابادۍ په اړه معلومات لاسته راوړل. بيا وروسته شي جين پينګ د ښاري منظرې د سيل لپاره په يوه لار کې چکر وواهه او له ځايي خلکو سره يې خبرې وکړې.

شان تو د چين په جنوب ختيځه برخه کې يو مهم بندري ښار دی چې په ۱۸۶۰ کال کې يې خپله دروازه بهرنيانو ته خلاصه کړې. دلته په بهر کې د  څه باندې ۵ مليونو اوسېدونکو چينايانو ټاټوبی دی. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای