CRI Online

د چين او هند د اردو قوماندانو په کچه د ۷مې دورې خبرې اترې تر سره کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 09:26:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه څرګنده کړه چې د چين او هند پوځونو د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه په چوشل کې د قوماندانو په کچه د ۷مې دورې خبرې اترې تر سره کړې. 

نوموړي په دې اړه وويل چې دواړو خواوو د مشترکو سرحداتو په لويديځ واقعي کنټرولوونکې کرښې په شاوخوا کې يو له بل سره د واټن ساتلو په اړه په صادقانه، ډاګه او ژوره توګه د نظريو تبادله وکړه او د متقابل تفاهم د زياتوالي له امله يې يادې خبرې اترې مثبتې وبللې. دواړو خواوو له دې سره موافقه کړې چې له پوځي او ديپلوماتيکي چينلونو له لارې خپلمنځي تماس وساتي او د اوسنيو حالاتو د حل لپاره د دواړو خواوو د منلو وړ يوه لايحه ژر رامنځته کړي. دواړه خواوې به د دوو دولتي مشرانو لخوا شوې موافقې په جدي توګه پلې کړي، د حالاتو د ترينګلتيا مخنيوی به وکړي او د سرحدي سيمې سوله او ارامي به په ګډه وساتي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای