CRI Online

امريکا د دروغو په مطرحولو سره په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې ناکامي پټوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 10:42:00
امريکا د دروغو په مطرحولو سره په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې ناکامي پټوي

د امريکا د کانګرس د ولسي جرګې غړي مايکل مکاول څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړی چې پکې يې د کوويد-۱۹ ضد مبارزې په اړه پر چين بې ځايه تورونه لګولي. په داسې حال کې چې امريکا کې د ياد ويروس د خپرېدو سرعت ډېر ګړندی دی او نه کنټرول کېږي، نوموړی غواړي چې په دغه راپور سره د امريکا د حکومت پړه پر نورو واچوي.

د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د چين اغېزمن تدبيرونه تاييد شوي دي. د جنورۍ په ۲۳مه نېټه کله چې چين د ووهان ښار قرنطين کړ، له چين څخه په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې يوازې ۹ مثبتې پېښې تشخيص شوې وې چې يوازې ۱ تن په امريکا کې و، خو اوس په دغه هېواد کې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر له ۸ ميليونو څخه زيات شوی او کابو ۲۲۰ زره تنه مړه شوي دي. امريکا په نړۍ کې تر ټولو پياوړی هېواد او تر ټولو تکړه طبي سرچينې لرونکي هېواد په توګه بلل کېږي، ولې په دې هېواد کې د ويروس د خپرېدو حالت دومره سخت دی؟ د امريکايي رسنيو د خبر له مخې، ښايي په دغه هېواد کې پر ياد ويروس لومړی اخته ناروغ د تېر کال په اکتوبر کې پيدا شو، خو ولې امريکا په وخت د دغه ويروس په اړه مالومات نه وو وړاندې کړي؟ ولې امريکايي سياستوالو د روغتيايي کارپوهانو د سپارښتنو ضد لارې غوره کړې؟

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې په امريکا کې د کوويد-۱۹ ضد ناکامه مبارزه د حکومت د تېروتنو نتيجه ده، څرنګه چې سیاستوالو يوازې د شخصي او خپل ګوند د ګټو لپاره هڅې کړې، خو بشريت او علمي روحيه يې بيخي له پامه غورځولې.

چين څو ورځې مخکې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د څېړنې او جوړونې په پلان کې ګډون کړی او د نړيوالو لخوا په لوړه کچه وستايل شو، خو امريکا دغه پلان رد کړ. د هارواډ پوهنتون د ساري ناروغيو کارپوه مايکل مينا د خواشنۍ په څرګندولو سره وويل چې امريکا خپل ځان جلا کړی دی.

نو پوښتنه دا ده چې ځان غوښتونکې امريکا د څومره وخت لپاره له نړیوالې ټولنې سره ټګی کولای شي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای