CRI Online

چين د خپلو ځانګړواقتصادي سيمود جوړېدو د ۴۰مې کليزې نمانځنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 10:49:04

په چين کې د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کليزې نمانځغونډه د اکتوبر د ۱۴مې نېټې په سهار په دغه ښار کې تر سره شوه. د چين لوی رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

د ۱۹۷۸ کال په دسمبر کې د چين کمونېست ګوند د ۱۱م مرکزي کمېسيون په ۳مه عمومي غونډه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پلې کېدو مهمه پرېکړه وشوه. د ۱۹۸۰ کال په اګست کې شن جن، جو های، شان تو او شيا من ښارونه د ځانګړو اقتصادي سيمو په توګه وټاکل شول. د ۱۹۸۸ کال په اپريل کې د هان نان ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه شوه. دغه راز ځانګړې اقتصادي سيمې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليستي معاصري ابادۍ مهمې کړکۍ ګرځېدلې دي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای