د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين د ۷۵مې دورې د م م په اسامبله کې يو ځل بيا د بشري حقوقو شورا غړی ټاکل شوی، او د غړيتوب موده يې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ده. چين د غړيو هېوادونو له ملاتړ څخه ډېره مننه کوي او نورو ټاکل شويو غړو ته مبارکي څرګندوي.
چین تل د بشري حقوقو خونديتوب ته په درنه سترګه ګوري، د چين ځانګړتيا لرونکي بشري حقوقو زيات پرمختګ موندلی دی. مخکې دغه هېواد د څلورو ځلو لپاره د بشري حقوقو شورا د غړي په توګه ټاکل شوی و. چين به د دې په مناسبت په دوامدار ډول له څواړخيزتوب څخه ملاتړ وکړي، د م م پر منشور او اصولو به ټينګار وکړي، د بشري حقوقو شورا په چارو کې به ژور ګډون وکړي، د بشري حقوقو نړيوالو تبادلو او همکاریو ته به وده ورکړي، په څرګنده توګه به له دې کړنې سره مخالفت وکړي چې په سياسي او دوه ګوني معيارونو په توګه دې د بشري حقوقو مسئلې حل کړي. چين به د بشري حقوقو نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره لا نور زيات خدمتونه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |