د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، چين څو ورځې مخکې د کوويد-۱۹ ضد واکسين په عملي پلان کې رسمي ګډون کړی او د نړيوالې ټولنې لخوا په لوړه کچه ستايل شوی
د نړۍ د واکسين او وقايې ټولنې اجرائيه مشر سيټح بيرکلي په ټولنيزو رسنيو کې وويل، د چين په ګډون سره به په راتلونکی کې د دغه واکسين په نړيواله کچه ويش لپاره زمينه برابره شي ترڅو چې ټول خوندي نشي، هېڅوک به خوندي نه وي.
د اروپايي کميسيون رئيسې ون ديرلين د اکتوبر په ۱۱مه نېټه په ياد پلان کې د چين د ګډون هر کلی وکړ او په ټولنيزو رسنيو کې يې وليکل چې موږ ګډه موخه لرو. څواړخيز نظام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو لخوا د دې واکسين د تر لاسه کېدو کليدي برخه ده. موږ د چين په شمول له ځينو همکارانو سره همکارۍ ته سترګې په لار يو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |