د سين هوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال وجهي صندوق د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د نړيوال اقتصاد د راتلونکي په اړه راپور خپور کړ چې پکې اټکل کېږي چې سږ کال به نړيوال اقتصاد 4.4 سلنه کمزور شي، د چين اقتصاد به 1.9 سلنه پرمختګ ومومي. چين په نړۍ کې يوازينی اقتصاد دی چې سږ کال يې د اقتصاد مثبت پرمختګ مومي.
په ياد راپور کې راغلي، نړيوال اقتصاد د احيا په حال کې دی. د چين په مهمو خدمتونو سره نړيوالې سوداګرۍ له تېر جون راهيسې ګام په ګام عادي شوې. خو له دې امله چې په ځينو سيمو کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو سرعت ګړندی شوی، په تېر اګست کې ډېرو اقتصادونو کې د اقتصاد د احيا ګامونه بيا ورو شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |