CRI Online

چين به د امريکا لخوا پر تايوان د وسلو پلورلو ته لازم ځواب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 11:40:25
چين به د امريکا لخوا پر تايوان د وسلو پلورلو ته لازم ځواب ورکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې اړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چين پر تايوان د وسلو پلورل منظور کړی، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۳مه نېټه وويل، چين له دې سره کلک مخالفت کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه دغه معامله او له تايوان سره پوځي تماس ختم کړي. چين به دې ته سم او ضروري ځواب ورکړي.

ښاغلي جاو لي جيان په نوبتي خبري ناسته کې وويل، پر تايوان د امريکا لخوا د وسلو پلورل د يو چين د پېژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ له درېيو ګډو اعلاميو څخه سرغړونه ده، د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه ده او د چين حاکميت او امنيتي ګټو ته ډېر زيانونه رسوي. چين له دې سره کلک مخالفت کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای