شن جن ښار د چين د لومړيو ټاکل شويو ځانګړو اقتصادي سیمو کې شمېرل کېږي او په تېرو ۴۰ کلونو کې له يوې کوچنۍ علاقه دارۍ څخه په نړيوال اغېزه لرونکي لوی ښار بدل شوی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل، شن جن ښار نړۍ ته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون غښتلې قوه څرګنده کړې او د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم روښانه راتلونکی يې ورته ښودلی دی.
د شمېرنې له مخې، په تېرو ۴۰ کلونو کې د شن جن د توليد عمومي اندازه په منځنۍ توګه هر کال ۲۰ اعشاريه ۷ فيصده زياته شوې او په ۲۰۱۹ کال کې دغه اندازه ۲۷۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې وه، چې اقتصادي عمومي حجم يې په اسیاسي ښارونو کې پنځم ځای نيولی دی. د خلکو د ژوند سويه يې ډېره ښه شوې، په ۲۰۱۹ کال کې د هر کس کلني عايدات ۶۲ زرو او ۵۰۰ يوانو ته رسېدل او د چين لومړی ښار دی چې د شتمنې ټولنې د بشپړې جوړېدو موخه يې پوره کړې ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |