د چين لوی رهبر شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه وويل، شن جن ښار بايد د چين ځانګړتيا لرونکې سوسيالیستي نمونوي سيمې په توګه ښه جوړه کړي، د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لويې ناحيې جوړونه او د يادو درېيو ځايونو د اقتصادي چارو د ميکانيزمونو ترمنځ همکارۍ بايد وهڅوي، د يادو دريو ځایونو ترمنځ د اوسپنيزو لارو جوړونه دې چټکه او د بازارونو د وصل سويه دې لا لوړه کړي.
نوموړي زياته کړه چې موږ بايد په دوامداره توګه دا کار پرمخبوزو چې د هانکانګ، مکاو، تایوان او په بهرنيو هېوادونو کې مېشت چينايان په شن جن کې پانګونې او فعال رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |