CRI Online

چين د شخصي معلوماتو د ځانګړي ساتونکي قانون د جوړولو په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-14 14:06:07

د شخصي معلوماتو د ساتونکي قانون مسوده د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د چين تقنيني ارګان يعنې د دغه هېواد د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې ته وړاندې شوې او تر لومړنۍ ارزونې لاندې به ونيول شي. دا به په چين کې د شخصي معلوماتو د ساتنې په اړه لومړی ځانګړی قانون وي. د نوموړې مسودې موضوعات د شخصي معلوماتو د ساتنې په برخه کې پر څرګندو مسئلو باندې متمرکز دي او د جدي ميکانيزم، معيارونو او مسئوليت د ټاکلو له لارې به يې د اړوندو چارو مسئوليت تائيد شي، د سرغړوونکو جزايي تدبيرونه به لا کلک شي او د انټرنيټي شبکې چاپيريال او نظام به په ښه توګه خوندي او وساتل شي.

د روان کال تر مارچ پورې د چين د انټرنيټ کاروونکو شمېر ۹۰۰ مليونو ته رسيدلی. د انټرنيټي چارو له سمسورتيا سره ځينو تصديو، ارګانونو او وګړيو د سوداګريزو ګټو او يا نورو موخو له امله په ناقانونه توګه شخصي معلومات تر لاسه کړي، په غېر مناسب ډول يې له دغو معلوماتو څخه استفاده کړې او يا د دغو معلوماتو په غيرقانوني معاملو کې يې لاس درلودلی، د شخصي معلوماتو په وسيله د خلکو پر ژوند د تيري کولو او د خلکو پر ژوند، روغتيا او مالي خونديتوب د زيان رسولو مسئلې ډېرې د پام وړ ګرځېدلې دي. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د عدلي چارو کمېسيون مرستيال ليو جون چن وويل،

(( د معلوماتو په زمانه کې د شخصي معلوماتو ساتنه د پراخو خلکو ډېر د علاقې وړ دي او د خلکو له ګټو سره مستقيمې اړيکې لرونکې مسئله ده. د ټولنې بېلا بېلو برخو د شخصي معلوماتو د ځانګړي ساتونکي قانون د جوړونې غوښتنه کړې او کوي يې. رئيس شي جين پينګ څو ځلې ويلي چې په انټرنيټي چارو کې بايد د خلکو مرکزي مقام بايد ټينګ شي، د شخصي معلوماتو امنيت بايد تأمين شي، په انټرنيټ کې د خلکو حقه حقوق بايد وساتل شي، د شخصي معلوماتو د ساتنې په برخه کې بايد يو ځانګړی قانون جوړ شي. د شخصي معلوماتو په برخه کې د خلکو د حقونو او ګټو ساتنه او پرمختګ مهم ارزښت لري. ))

د شخصي معلوماتو د ساتونکي قانون په مسوده کې ۸ فصلونه او ۷۰ مادې شاملې دي او د مسودې په محتوياتو کې د قانون د تطبيق ساحه څرګنده شوې، د شخصي معلوماتو د چلند مقررات او په بهر کې د شخصي معلوماتو د تبادلې اصول بشپړ شوي، د شخصي معلوماتو د چلولو په کړنو کې شخصي حقوق او د چلوونکو مسئوليت تائيد شوی او د شخصي معلوماتو د ساتونکو دندو اجرائيه څانګې ټاکل شوې.

په نوموړې مسوده کې د شخصي معلوماتو د چلولو په اړه مقررات ټاکل شوي او له مخې يې غوښتنې شوې چې د شخصي معلوماتو له ادارې مخکې بايد د معلوماتو خاوندانو ته خبر ورکړل شي او د خاوندانو اجازه دې تر لاسه شي، خاوندان د خپلو اجازو د لغوه کولو حق لري؛ د مهمو معلوماتو د بدلولو په حال کې بايد يو ځل بيا د خاوندانو اجازې تر لاسه کړي. د دغې مسودې په يوه ځانګړې فقره کې د حساسو شخصي معلوماتو د اداره کولو او چلولو اصول ياد شوي چې له مخې يې د شخصي معلوماتو چلوونکي بايد د معلوماتو خاوندانو شخصي اجازې تر لاسه کړي.

په دغه مسوده کې د حساسو شخصي معلوماتو تعريف څرګند شوی. د نژاد، قوم، مذهبي عقيدې، شخصي بيولوژيکو ځانګړتياوو، طبي او روغتيا وضعيت، پولي اکونټ او شخصي ګرځېدو لارو په شمول هغه شخصي معلومات حساس معلومات دي چې د معلوماتو خاوندان ښايي د همدغو معلوماتو د خپرېدو او ناقانونه استعمالېدو له امله له تبعيض او سپکاوي او يا سختو بدني او مالي زيانونو سره مخامخ شي. يوازې د شخصي معلوماتو چلوونکي د مشخصې موخې لپاره پوره ضرورت لري، حساسو شخصي معلومات چلولی شي.

د يادې مسودې له مخې، که د مهمو معلوماتي بنسټيزو تأسيساتو اداره کوونکي او د لويې پيمانې د شخصي معلوماتو چلوونکي يوازې د هېواد د انټرنيټي معلوماتو ادارې د امنيتي ارزونې له خوا له تصويبېدو وروسته بهر ته شخصي معلومات ورکولی شي. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د عدلي چارو کمېسيون مرستيال ليو جون چن وويل،

(( د نړيوالو عدلي مرستو او يا د قانون اجرائيه کارونو له امله بهر ته د شخصي معلوماتو د ورکولو کارونه بايد له اړوندو ادارو څخه اجازې تر لاسه شي. هغه بهرني سازمانونه، وګړي چې د چيني اتباعو د شخصي معلوماتو پر حقونو او ګټو په زيانمنو چارو کې لاس لري، او هغه هېوادونه او سيمې چې د شخصي معلوماتو د ساتنې په برخه کې يې د چين پر ضد نامناسب تدبيرونه نيولي دي، د مسودې له مخې به له اړوندو تدبيرونو سره مخامخ شي. ))

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای