د شن جن د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د څلوېښتمې کاليزې نماځغونډه د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې په درنو مراسمو سره پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
شي جين پينګ وويل چې د ګوانګ دونګ ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون ازمايښتي سيمه ده او يو داسې ولايت دی چې پکې تر نورو ولايتونو نه مخکې اقتصادي سيمه جوړه شوې او شمېر يې تر ټولو زيات دی. شن جن د ورخلاصون او اصلاحاتو تر غوره کېدو وروسته زمونږ د ګوند او خلکو له خوا جوړ شوی نوی ښار دی او د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم يوه ښه بېلګه ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |