د سينهوا اژانس د خبر له مخې نړيوال بانک د اکتوبر په ديارلسمه نېټه اعلان وکړ چې د نړيوال بانک د بورډ کميټې تر منظورۍ لاندې به دغه بانک پرمختيايي هېوادونو ته د کوويد ۱۹ ضد واکسين د اخيستلو او ويشلو او د نيوکليک اکسيد تست او د ناروغانو د درملنې لپاره ۱۲ مليارډه امريکايي ډالره ور کړي.
نړيوال بانک په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی به د۲۰۲۱ کال تر جون پورې له کوويد ۱۹ سره د مقابلې لپاره پرمختيايي هېوادونو ته ۱۶۰ ميليارډه امريکايي ډالره ور کړي چې ياد ۱۲ ميليارډه امريکايي ډالره هم پکې شامل دی.
د نړيوال بانک مشر داويد مالپاس په دې اعلاميه کې وويل چې نړيوال بانک تدبيرونه نيولی تر څو پرمختيايي هېوادونه په عادلانه توګه دغه واکسين تر لاسه کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |