CRI Online

په افغانستان کې دوو بمي بريدونو ۸ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-15 09:04:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د هرات ولايت د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پخلی وکړ چې يوه لارۍ د همدې ورځې په غرمه د هرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د لارې تر څنګ له يو بمي بريد سره مخامخ شوه چې له امله يې ۵ تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۱۰ تنه ټپيان دي. په دغه اعلاميه کې د پېښې مسؤليت پر طالبانو اچول شوی، خو طالبانو د خبر تر خپرولو په دې اړه هڅ نه دي ويلي.

د لغمان ولايت حکومتي وياند اسدالله دولتزي خبر ورکړ، د همدې ورځې په سهار د پوليسو يو موټر چې پکې چاودېدونکي توکي بار و، د دغه ولايت د مرکز مهترلام په يوه لار کې وچاوېد چې له امله يې ۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي، ۱۴ تنه نور ولسي وګړي او يو پوليس ټپيان شوي دي. تر اوسه هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. 

( سپوږمۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای