د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا صدراعظم بوريس جنسون د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د اروپايي ټولنې له مشرانو سره تليفوني خبرې وکړې او پکې يې د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکو اړيکو د خبرو اترو په هکله بحث وکړ.
د بريتانيا د صدراعظم دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې بوريس جنسون د همدې ورځې په شپه د اروپايي کميټې له رئيسې وان دير لين او د اروپايي شورا له رئيس چارلس ميشل سره تليفوني خبرې وکړې. بوريس جنسون هيله لري چې له اروپايي ټولنې سره د راتلونکو اړيکو په اړه يوې هوکړې ته ورسېږي ، خو هغه مايوسه دی چې په تېرو ۲ اوونيو کې نور پرمختګ نه دی شوی.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې بوريس جنسون د اروپايي ټولنې د سرمشريزې غونډې پايلې ته سترګې په لار دی او د هغه د سپتمبر د ۷مې نېټې د بيان پراساس به د بريتانيا د راتلونکي اقدام په اړه غور وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |