چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د چين د معلوماتو او مخابراتو په نړيوال نندارتون کې يو راپور خپور شو چې له مخې يې په ۲۰۱۹ کال کې د ډيجټلي اقتصاد د اندازې په برخه کې امريکا لومړی مقام او چين دوهم مقام لري.
ياد راپور د چين د معلوماتي او مخابراتي څېړنيز انستېتيوټ له خوا خپور شوی. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا ډيجټلي اقتصادي اندازه ۱۳ زره او سل مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د نړۍ تر ټولو لوړه ده. چين د ډيجټلي اقتصادي اندازې په برخه کې د نړۍ دوهم مقام نيولی چې عمومي ارزښت يې ۵ زره او ۲ سوو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی. جرمني، جاپان او بريتانيا له درېيم څخه تر پنځم پورې مقامونه لري. د مخکښو ۵ هېوادونو د ډيجټلي اقتصادي اندازه د ۴۷ هېوادونو د عمومي ډيجټلي اقتصادي ادازې ۷۸ اعشاريه ۱ سلنه برخه نيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |