CRI Online

په پاکستان کې دوو بريدونو ۲۰ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 09:13:47

سين هوا اژانس د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د پاکستاني پوځ په قول خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د دوو بريدونو له امله ۲۰ تنه ووژل شول.

د پاکستان ای ايس ای ادارې په همدې شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، د پاکستان د نفتو او طبيعي ګازو شرکت د موټرو کاروان چې څو امنيتي کارکوونکي ور سره وو، په همدې ورځ د پلان له مخې کراچي ته لاړ، خو د بېلوچستان ايالت د سمندر پر غاړې په عمر ملا سړک کې د ترهګرانو له بريد سره مخامخ شو. د پاکستان د سرحدي ځواکونو ۷ تنه سرتېري او ۷ تنه امنيتي کارکوونکي په دغه جګړه کې وژل شوي او ترهګرانو ته زياته مرګه ژوبله هم اوښتې ده. تر اوسه هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د يادې ادارې په يوه بله اعلاميه کې راغلي چې ترهګرو د دغه هېواد په شمال لويديځ شمالي وزيرستان سيمه کې پر پوځي کاروان بمي بريد وکړ چې له امله يې ۶ تنه پوځيان وژل شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای