سين هوا اژانس د افغان پوليسو په قول خبر ورکړ، طالبانو د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد په جنوب د زابل ولايت د پوليسو پر يو کمپ بريد وکړ چې د دواړو خواوو د جګړې په ترڅ کې ۱۵ تنه اورپکې ووژل شول او د ۶ تنو پوليسو په شمول ۲۶ تنه ټپیان دي. طالبانو د خبر تر خپرېدو په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په قطر کې پيل شول. دواړه خواوې اوس د افغان حالاتو د ښه والي په موخه د سياسي حل لايحې په موندلو بوخت دي، خو د افغانستان پر امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه لا تر اوسه نه دي بند شوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |