CRI Online

د قېرغزستان صدراعظم د ولسمشرچارې هم پر خپله غاړه واخيستې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 09:53:43

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قرغېزستان صدراعظم صديرزاپروف د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د ولسمشر چارې هم پر خپله غاړه واخيستې.

د دغه هېواد ولسمشر سورونبای جبېنکوف په همدې ورځ د يوې وينا په ترڅ کې له خپلې دندې څخه استعفا اعلان کړه. صدر اعظم زاپروف بيا وروسته په پلازمېنه بېشکېک کې خپلو پلويانو ته څرګنده کړه چې د ولسمشر له استعفا وروسته بايد د پارلماني مشر الکسندر ايسايف لخوا د ولسمشر چارې تر سره شي، خو هغه رد کړ، او و يې ويل چې د ولسمشر او صدر اعظم چارې په خپل واک کې راولي.

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای