CRI Online

افغانستان کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۴۰ زرو څخه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 10:36:52
افغانستان کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر له ۴۰ زرو څخه زيات شوی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د کوويد-۱۹ په اړه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېرو ۲۴ ساعتو کې دغه هېواد کې د ياد ويروس ۳۲ مثبتې پېښې تشخيص شوې او عمومي شمېر يې ۴۰ زرو ۲۶ تنو ته رسېدلی. د دغه ويروس له امله ۱۴۸۱ تنه مړه شوي او ۳۳ زره ۴۴۷ تنه بياجوړ شوي دي.

شمېرې ښيي چې په افغانستان کې پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې ورځني شمېر د مسلسلو ۲۵ ورځو لپاره تر ۱۰۰ کم دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای