CRI Online

چين: امريکا په ناسمه خوا کې درېدلې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 10:42:20
چين: امريکا په ناسمه خوا کې درېدلې

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي پلاوي د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا د غړيتوب تر لاسه کولو په اړه پر چين، روسيې او کيوبا ډېر تورونه ولګول، د ده وينا له غرور، زور غوښتنې او رياکارۍ ډکه وه او ترې د بشري حقونو په برخه کې د چين او امريکا توپيرونه ښکاري.

په ياده اعلاميه کې راغلي، د چين حکومت تل د خلکو ارام او ښه ژوند ته لومړيتوب ورکړی چې په کوښښونو سره يې له بېوزلۍ څخه ۸۵۰ ميليونه کسان ايستلي دي. کله چې کوويد-۱۹ رامنځته شو، د چين ټول هېواد ورسره د مقابلې لپاره تر وسې پورې هڅې کړې او د ليدو وړ برياليتوب يې تر لاسه کړی دی.

برسيره پر دې، چين پر نړيوالې همکارۍ او څواړخيزم ټينګار کړی او کوي يې. اوس چين يو ځل بيا د م م د بشري حقونو شورا غړيتوب تر لاسه کړی، له دې څخه ښکاري چې نړيوالې ټولنې په چين کې د بشري حقونو چارو پرمختګ او په اړوندو نړيوالو کارونو کې د چين فعال خدمتونه منلي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای