د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د هانکانګ د تش په نامه خودمختارۍ قانون له مخې يو راپور خپور کړی و. د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې وياند د اکتوبر په ۱۵مه نېټه وويل، د پمپيو په ياد راپور کې پر هانکانګ بې ځايه او نامسئولانه تورونه لګولي، نو د هانکانګ ځايي حکومت ورسره سخت مخالفت کوي.
نوموړي وويل، امريکا په دې وروستيو کې د هانکانګ په چارو کې څرګندې لاسوهنې کړې، د بشري حقونو، ديموکراسۍ او خدمختارۍ په پلمه يې يو لړ امرونه کړي او د هانکانګ د ځايي حکومت پر چارواکو يې بنديزونه لګولي. هانکانګ ورسره سخت مخالفت کوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |