CRI Online

نوښت ته بايد خوځنده ځواک په سترګه وګورو ترڅو په شن جن ښار کې لاستر پرمختګونه تر لاسه کړو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 15:20:11

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰مې کليزې په لمانځغونډه کې وويل چې موږ بايد نوښت ته د لومړي خوځنده ځواک په سترګه وګورو څو په نړيوال ټېکنالوژيک انقلاب او صنعتي بدلون کې پرمختګ تر لاسه کړو.

۴۰ کاله مخکې يعنې د شن جن د اقتصادي سيمې د جوړېدو په پيل کې ، دا ويل کېدل چې دغه سيمه تخنيکي صحرا ده.هغه مهال په ټول ښار کې يوازې دوه انجنيران موجودې وې. نن ورځ شن جن کې د هوا وې په ګډون د ټېکنالوژيکي نوښت څه د پاسه ۳۰ زره شرکتونه شتون لري. په ۲۰۱۹ کال کې ، د نويو ستراتيژيکو صنعتونو د توليد ارزښت زياتوالی د شن جن د توليد عمومي ارزښت کې 37.7 سلنه نيولی و. د لوړې ټېکنالوژۍ صنعتونه د شن جن د پرمختګ لپاره مهم انجن ګرځېدلی دی. د امريکا د فوربز (Forbes) مجلې د ۳۰ نوښتګرو ښارونو ليست کې شن جن لومړی مقام نيولی دی. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې شن جن په تېرو 40 کلونو کې تر 1000 ډېر د اصلاحاتو ګامونه پورته کړي او د اقتصادي نظام له اصلاحاتو څخه هراړخيزو ژورو اصلاحاتو ته ننوتلی دی. د بريتانيا فايننشيل ټايمز ورځپاڼې د شن جن ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د نړۍ 90 سلنه الکترونيکي محصولات په همدې سيمې کې جوړېږي.

بر سېره پر دې، د شن جن خلک له 40 کلونو راهيسې په دې هڅه کې دي چې نه يوازې بهرني توليدات توليد کړي،بلکې پخپله نوی توليدات وڅېړي او پرمختګ ورکړي. نن ورځ شن جن د لوړې ټېکنالوژې لړۍ لري چې د بېلګې په توګه يې د 5G ټېکنالوژي اود نوې انرژۍ موټرونه يادولی شو چې ډېری يې د نړۍ مخکښ مقام نيولی دی. په دغه ښار کې د تصديو خپلواک نوښت يوه بله ځانګړتيا ده. په شن جن کې د نوښت شرکتونو کې له 90 سلنې څخه ډېر يې سيمه ييز شرکتونه دي ، له 90 سلنې څخه زيات د څېړنې او پرمختګ ارګانونه د تصديو له خوا جوړ شوي ، له90 سلنې څخه زيات د څېړنې او پرمختګ کارکوونکي د تصديو له خوا ګمارل کېږي او له 90 سلنې څخه زيات د څېړنې او پرمختګ پانګې له تصديو څخه راځي .

د شن جن نوښت د اصلاحاتو او ورخلاصون او همدارنګه د نړيوال صنعتي جوړښت د تنظيمولو له وروستيو فرصتونو څخه ګټه اخيستې ده. د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په اروپا ، امريکا او نورو هېوادونو او سيمو کې د صنعتي لېږد له منلو څخه ، په نهمه لسيزه کې د الکترونيکي صنعت تر پراخ پرمختګ پورې،د صنعتي بدلون په مرحله کې شن جن هر ځل فرصت په لاس کې نيولی او د ټېکنالوژۍ په برخه کې يې لوړ مقام خپل کړی دی.

له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې شن جن نه يوازې له نړيوال اقتصاد سره ګډ پرمختګ کړی، بلکې نړيوال اقتصاد ته يې خدمتونه هم کړي دي. نن ورځ په شن جن کې د څېړنې او پرمختګ مرکزونو رامنځته کول د ايربس او د بوسټن مشورتي ګروپ په ګډون د ډېرو سترو نړيوالو تصديو ښه انتخابونه ګرځېدلي دي .

نوښت به په راتلونکي کې لاهم د شن جن لپاره لومړی خوځنده ځواک وي چې پکې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم پرمختللې نمونوې سيمه جوړه شي.شي جين پينګ په خپله وينا کې څو څو ځله نوښت ته اشاره کړې چې بې له شکه د شن جن د پرمختګ لپاره يې لازيات خوځنده ځواک برابر کړی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای