CRI Online

د امريکا د اېف ډي اې (F.D.A) پخوانی مشر : چين په پنځو ورځو کې د ۹ ميليونو کسانو ټېسټ کوي؛ دا کړنه په امريکا کې ناشونې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-10-16 15:48:03

د امريکا د درملو او خوراکي موادو د څار ادارې (F.D.A) پخواني مشر ډاکټر سکاټ ګټبريب  د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه د دغه هيواد له سي اېن بي سي چينل سره د مرکې پر مهال وويل، چې امريکا د چين په شان د کورونا وبا ضد جدي او اغېزمنو اقداماتو وړتيا نه لري، خو دا ورته اړينه ده، چې د ويروس د ټېسټ کارونه لاپراخ او اصلاح کړي او له ناروغانو سره د نږدې تماس لرونکو کسانو د پېژندولو کارونه پياوړې کړي.

 پدې وروستيو ورځو کې د چين چينګداو ښار کې د کوويډـ۱۹ويروس ۱۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او  ښاروالۍ پرېکړه کړې، چې په پنځو ورځو کې د دغه ښار د ټولو نهو ميليونو اوسېدونکو د کوويډـ۱۹ ويروس ټېسټ ترسره  کړي.

 ډاکټر  ګټبريب پدې اړه وويل، چين په بريالۍ توګه د وبا د دوهمې څپې مخه نيولې او دا کار په امريکا کې ناشونی دی.

نوموړي دې ته اشاره وکړه، چې د روان کال په اپريل کې په امريکا کې د وبا ضد کرنتين او جدي اقدامات روان وو او هغه وخت هره ورځ ۱۷۷ زره او ۴۰۰ سوه نمونې ټېسټ کېدې. په سپتمبر کې دغه انډول نهو لکو او ۷ زرو ته پورته شوه، خو دغه سويه د چینګداو په پرتله هم کمه ده.

د چينګداو روغتيايي ادارې د خبر له مخې، د اکتوبر د ۱۴ مې نېټې د ماسپښين تر دوو بجو پورې په دغه ښار کې د ۸ ميليونو او ۳ لکو اوسېدونکو د نيوکليک اسيد ټېسټونه شوي او له هغو ۱۲ مثبتو پېښو وروسته بيا کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. له دغو ۱۲ ناروغانو سره ۵۳۲ نږدې تماس لرونکي کسان پيدا شوي او  ټول  کرنتين شوي دي.

د چين حکومت په چینګداو کې د نويو مثبتو پېښو د ثبتېدو پر وړاندې په چټکۍ   اقدامات پيل کړي او ډېرو بهرنيو رسنيو يې ستاينه کړې ده.

د امريکا سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د چینګداو ښاروالۍ په دې ښار کې  ۱۲ نويو مثبتو پېښو ته ډېره پاملرنه کړې او پلان کې لري، چې په ۵ ورځو کې د ټولو نهو ميليونو ښاريانو د کوويډـ۱۹ ټيسټونه ترسره کړي. په چين کې د دغو فعالو او جدي اقداماتو په غوره کېدو سره د ناروغانو شمېر د ګوتو شمېر ته راغلی او خلک توانيدلي، چې خپل ژوند عادي حالت ته وګرځوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای