CRI Online

په شي أن ښار کې د ورېښمو لارو د فلمونو د ۷مې دورې نړيوال نندارتون پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 11:36:42

د ورېښمو لارو د فلمونو د ۷مې دورې نړيوال نندارتون د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په شپه د چين د شان شي ولايت په شي أن ښار کې پای ته ورسيد. د دې نندارتون د ورېښمو لارې په وسيله د نړيوالو فلمونو د پيوستون او همکارۍ تر عنوان لاندې تر سره شوی او د ۱۱۶ هېوادونو او سيمو تر ۳۰۰۰ زياتو فلمونو پکې برخه درلودلې.

د شان شي والي مرستيال چنګ فو بو وويل، چې د فلم زيات شمېر جوړوونکو ارګانونو او متخصصينو د نندارتون په ترڅ کې د همکارۍ ارادې څرګندې کړې او د همکاريزو پروژو شمېر يې ۳۶ ته رسيدلی دی. څه باندې ۵۰۰ چيني او بهرني فلمونه د نندارتون په بېلا بېلو فعاليتونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای