CRI Online

د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په چين کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې ۱۳ پېښې ثبت شوې چې دغه کسان ټول له بهر څخه چين ته راغلي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 14:38:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا کميټې د اکتوبر په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې په يونيټونو کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې تازه ۱۳ پېښې ثبت شوې چې دغه کسان ټول له بهر څخه دغه هېواد ته راغلي دي.

په همدې ورځ په چين کې ۷ تنه تر درملنې وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي او د ۹۸۰ تنو طبي څار پای ته رسېدلی دی. د سختو ناروغانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله يو تن زيات شوی.

د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې پورې د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پر ټولو اوسېدونکو باندې د دغه ويروس د معاينې بهير تر سره شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای