CRI Online

له تېرو دوو کلونو راهيسې له زرو نه زياتو بهرنيانو په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو له ښوونيزو او روزنيزومرکزونو څخه ليدنې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 15:27:24

د ۲۰۱۸ کال له پای راهيسې د م م ځينو چارواکو، په چين کې بهرنيو ديپلوماتانو، په ژنيو کې د اړوندو هېوادونو دايمي استازو، خبري رسنيو او مذهبي ډلو په شمول د څه باندې ۷۰ ډلو او ۹۰ هېوادونو تر ۱۰۰۰ زياتو کسانو شينجيانګ ته سفرونه کړي او هلته يې د مسلکي مهارتونو له ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو څخه ليدنې کړې.

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت د مطبوعاتي دفتر وياندې زورياتي اسمعيل د شينجيانګ د روزګار او دندو د ضمانت په يوه ځانګړې خبري ناسته کې د يوه خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې يادې څرګندونې وکړې. نوموړې زياته کړه، زياتو بهرنيانو چې له شينجيانګ څخه يې ليدنې کړې، ويلي چې د مسلکي مهارتونو د ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو په اړه يې رښتيني معلومات تر لاسه کړي او په دې يې پوه شوي چې په شينجيانګ کې ښوونيزې او روزنيزې چارې بېړنۍ، ضروري، قانوني او معقولې دي، او د شينجيانګ ستاينه يې وکړه چې له ترهګرۍ سره د نړيوالې مبارزې او د افراطيت د له منځه وړلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای