CRI Online

نورو سيمو ته د شينجيانګ د اوزګارو کسانو د انتقال کارونه د دغو کسانو د خوښې او غوښتنې له مخې تر سره کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-17 17:24:39

شينجينګ تل د اوزګارو کسانو لپاره په نورو سيمو کې د دندو د برابرولو په کارونو کې د دغو کسانو د ارادو او خوښې د مراعات پر اصل ټينګار کوي.

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت ادارې مشر د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د شينجيانګ د روزګار او دندو د ضمانت په ځانګړې خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. هغه د يوه خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې وويل، چې د شينجيانګ د بېلا بېلو سيمو ځايي ادارې د اوزګارو کسانو لپاره د دندو د معلوماتو د برابرولو لپاره خدمت کوي او دغه بې دندې کسان د تصديو د مشخصو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته پخپله ازاد انتخابونه کولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای