CRI Online

قزاقستان له روسيې سره د پوځي همکارۍ نوی تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-18 10:46:47

قزاقستان له روسيې سره د پوځي همکارۍ نوی تړون لاسليک کړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي رياست پر ويبپاڼه خبر خپور شوی چې د روسيې د دفاع وزير سيرګی شايګو د اکتوبر په ۱۶مه نېټه قزاقستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد د دفاع له وزير نورلن يرميکبايف سره د دواړو هېوادونو د پوځي همکارۍ نوی تړون لاسليک کړ. سيرګی شايګو د قزاقستان له ولسمشر قسيم جومارت توکايف سره د نظامي همکارۍ په اړه خبرې اترې هم وکړې.

د ياد تړون له مخې به قزاقستان او روسيه د سيمه ييز خونديتوب د ساتنې، د پوځي کارپوهانو د روزنې، د ګډ پوځي تمرينونو د ترسره کېدو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالو سازمانونو په چوکاټ کې به خپلمنځي نظامي همکارۍ لا ژورې کړي. د قزاقستان ولسمشر توکايف وويل، پوځي چارې او تخنيکي همکارۍ د قزاقستان او روسيې په اړيکو کې ستر اهميت لري، ياد تړون قزاقستان ته د روسيې د دفاع وزير د سفر مهمه لاسته راوړنه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای