د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د اکتوبر په ۱۷مه نېټه وويل، د دغه پوځ د ګزمې يوه ډله په همدې ورځ په بلوچستان ايالت کې د بريدګرو له بريد سره مخ شوه او له امله يې يو تن سرتيری مړ او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني پوځ په همدې شپه وويل، ترهګرو د بلوچستان د توربت ښار څخه د جنوب ختيځ په ۳۵ کيلومترۍ کې يوه پوسته کې د پوځ د ګزمې پر يوې ډلې بريد وکړ او دواړو خواوو سره جګړه وکړه.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |