CRI Online

ګوټريس: نړيوال بايد له بېوزلو کسانو سره مرستې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-18 10:57:36
ګوټريس: نړيوال بايد له بېوزلو کسانو سره مرستې وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر ۱۷مه نېټه د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړيواله ورځ وه. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د يوې وينا په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د کوويد-۱۹ د خپرېدو په موده او د دغه وبا تر ختمېدو وروسته بايد بېوزلو کسانو ته مرستې برابرې کړي.

ګوټريس وويل، اټکل کېږي چې سږ کال به ۱۱۵ ميليونه کسان د کوويد-۱۹ د منفي اغېزې له امله په بېوزلۍ کې ډوب شي، دا له څو لسيزو راهيسې په نړۍ کې د بېوزلو کسانو شمېر پر لومړي ځل زياتېږي. هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه بايد په دغه مشکل وخت کې له بېوزلۍ سره د مقابلې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای