CRI Online

د چين د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز: په چينګ داو کې د کنګل شويو خوراکي موادو پر بسته بنديو باندې ژوندی کوويډ-۱۹ ويروس پيدا شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-18 11:04:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې خبر ورکړ، چې په دې وروستيو کې په چينګ داو ښار کې د کوويډ-۱۹ وبا د سرچينې د پلټنې په بهير کې د کنګل شويو وارداتي کبانو پر بسته بنديو باندې ژوندی کوويډ-۱۹ ويروس پيدا شوی. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د کنګل شويو خوراکي موادو پر بسته بنديو باندې ژوندی کوويډ-۱۹ ويروس پيدا کيږي، له دغو توکو سره تماس نيول پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې امکان هم دی چې بسته بندي پر دغه ويروس باندې ککړه شوې وي.

د چين د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز وويل، دا په لومړي ځل له لابراتوار څخه بهر تائيد شوې چې د کنګل شويو توکو د ترانسپورټ په ځانګړي چاپيريال کې کوويډ-۱۹ ويروس د يوې مودې لپاره د توکو پر بسته بنديو باندې ژوندی پاتې کيدلی شي، دا ښيي چې دغه ويروس د کنګل شويو توکو په وسيله د اوږد واټن د ترانسپورټ له لارې له بهر څخه هېواد ته د داخلېدو امکان شتون لري. د کنګل شويو توکو د ترانسوپرټ کارکوونکي په دې بهير کې د ويروس له خطر سره مخ دي.

نوموړي مرکز زياته کړه، هغه امکان ټيټ دی چې عام خلک او مشتريان له يادو کنګل شويو توکو سره د تماس نيولو او يا د خوړلو له امله پر کوويډ-۱۹ اخته شي. تر اوسه پورې هيڅ دغسې پېښه نه ده رامنځته شوې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای