بحرين او اسرائيل د اکتوبر په اتلسمه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې ديپلوماتيکې اړيکې په رسمي توګه ټينګې شوې دي.
د بحرين خبري اژانس د خبر له مخې د بحرين د بهرنيو چارو وزير عبدالطيف بن رشيدالزياني په همدې ورځ په منامه کې د اسرائيلو د دولتي امنيت له سلاکار مير بن شابات سره د ديپلوماتيکو چارو، سولې او دوستانه اړيکو په هکله يوه ګډه اعلاميه لاسليکه کړه چې دا نوې زمانې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د داخلېدو ښکاندويي کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |