نوموړې وويل، چې له کورني او بهرني پېچلي او سخت وضعيت سره سره، د چين بېلا بېلو سيمو او ادارو د کوويډ-۱۹ وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په دواړو برخو کې جامع ترتيبات تر سره کړي او د توليد او ژوند د اعاده کېدو لپاره يې اغېزمن تدبيرونه نيولي دي چې له امله يې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د عمده اقتصادي شاخصونو زياتوالی رامنځته شوی او ملي اقتصاد يې د احيا په حال کې دی.
د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه اوه سلنه زيات شوی. د تېر کال د همدې مودې په پرتله د لومړي صنعت د زياتوالي اندازه دوه اعشاريه درې سلنه، د دوهم صنعت د زياتوالي اندازه صفر اعشاريه نهه سلنه او د درېيم صنعت د زياتوالي اندازه صفر اعشاريه څلور سلنه زياته شوې؛ په ثابتو داراېيو کې د پانګونې اندازه صفر اعشاريه اته سلنه زياته شوې؛د وارداتي او صادراتي توکو عمومي ارزښت صفر اعشاريه اوه سلنه زيات شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |