د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا کميټې د اکتوبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې په يونيټونو کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې تازه ۱۳ پېښې ثبت شوې چې دغه کسان ټول له بهر څخه چين ته راغلي دي.
په همدې ورځ په چين کې پر دغه ويروس ۱۶ اخته کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي او د ۱۱۲۷ تنو طبي څار پای ته رسېدلی دی. د سختو ناروغانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله يو کم شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |