CRI Online

 ايران د وسلو پر ليږد د م م د بنديز مهلت د ختمېدو خبر ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-19 15:56:59

د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد د وسلو پر ليږد د م م د بنديز مهلت په همدې ورځ په اتومات ډول پای ته رسېدلی دی.

دغه اعلاميه کاږي چې د ايران په هراړخيز اټومي تړون کې ويل شوي چې ايران ته د وسلو پر ليږد بنديز بېله شرطه ختمېږي او  د ختمولو لپاره يې کوم نوی تړون، د م م د امنيت شورا نوې اعلاميې او  نوي تدبير ته اړتيا نشته. د اکتوبر له ۱۸ مې نېټې څخه پر ايران د وسلو پير او پلور  په برخه کې د وسلو پر ليږد، اړوندو فعاليتونو او پولي خدماتو  ټول محدوديتونه او د م م غړو هېوادونو ته د ايران د ځينو کسانو او پوځيانو پر سفر بنديزونه پای ته ورسيدل او ايران کولی شي چې له خپلو اړتياوو سره سم له هر لوري څخه اړينې وسلې او تجهيزات واخلي او د خپلو تګلارو له مخې پر نورو لوريو دفاعي وسلې وپلوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای