CRI Online

چين د چاپېريال ساتلو په برخه کې د امريکا د بدو کارونو په اړه دوه سندونه خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 09:21:47

د چين د خارجه وزارت ويبپاڼې د اکتوبر په ۱۹مه نېټه دوه سندونه خپاره کړل چې يو د چاپېريال د خرابولو په برخه کې د امريکا د بدو کارونو ليست او بل د امريکا لخوا د چاپېريال د نړيوالې ادارې د ويجاړولو راپور دی. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د دغو دوو سندونو د خپرېدو موخه د چاپېريال ساتلو په برخه کې د امريکا د بدو کارونو افشا کول دي. 

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دغو دوو سندونو په اړه وويل: د امريکا ځينو سياستوالو او چارواکو په دې وروستيو کې تل د چاپېريال د ساتلو په برخه کې پر چين بې دليله او بې بنسټه تورونه لګولي. خو امريکا خپله د چاپېريال ساتلو په اړه د تګلارو په ټاکلو کې ډېر شاتګ کړی او په سخته توګه يې د چاپېريال د نړيوالې ادارې مساوات، موثريت او لاسته راړونې خرابې کړې دي.

( سپوږمۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای